د شنبې پر مازديګر يو ځانمرګي بريدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته د ياد ښوونیز مرکز مخ ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۲۴ ملکيان، چې ډېری یې زدهکوونکي وو، ووژل شول او ۵۷ نور ټپيان شول.
د قربانيانو کورنۍ د خپلو مړيو د جنازې مراسمو پر مهال وويل، دا لومړی ځل نهدی چې په ياده سيمه کې داسې بريد کېږي، تر دې پخوا هم ورته بريدونه شوي وو، خو حکومت د دوی د امنيت لپاره هېڅ ډول پام نهدی کړی.
دوی زياتوي، له حکومت څخه د امنيت ټينګښت پرته بل هېڅ څه نهغواړي:
«دا لومړی ځل نهدی چې پر ښوونیز مرکزونه بريد کېږي، تر دې پخوا هم موږ د ورته بريدونو شاهدان وو، خو حکومت بيا هم دې ستونزې ته هېڅ ډول پاملرنه نهکوي، په دغه شان بريدونو کې يوازې او يوازې ملکيان قرباني کېږي، موږ له حکومته د امنيت تينګښت غوښتنه کوي او له دې پرته بل هېڅ څه نهغواړي.»
په پرونۍ پېښه کې د وژل شوي ۱۹ کلن غلام عباس ورور محمد رضا وايي، ورور یې هيله درلوده چې په راتلونکي کانکور کې لومړی مقام خپل کړي او طب پوهنځي ته بريالی شي.
دی زياتوي، ورور یې ډېر زيارکښ او تکړه ځوان و، په ښوونځي کې اول نمره و، خو خپلو هيلو ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.
محمد رضا چې د خپل کوچني ورور له وژل کېدو وروسته سخت ناهيلې شوی و، وايي، له حکومته نور هېڅ غوښتنه نهلري.
نوموړي وويل:
«ورور مې غلام عباس نومېده نولس کاله یې عمر درلود، په ښوونځي کې اول نمره و، ډېر تکړه ځوان و، هيله یې درلوده چې په را روان کانکور کې لومړی مقام خپل کړي، تېره اوونۍ یې هم په کوثر ښوونیز مرکز کې په يوې ازموينه کې سل نمرې ترلاسه کړې وې، خو ورور مې خپلو هيلو ته له رسېدو مخکې ووژل شو او موږ یې سخت غمجن کړو.»
په ورته وخت کې د کابل غرب زون د ښوونیز مرکزونو د اتحادیې رییس محمد عارف نويد وايي، پر ښوونیز مرکزونو بريد پر روښنايۍ، زدهکړې او پوهې بريد دی.
دی زياتوي، دوی د ښوونیز مرکزونو په دروازو کې د امنيت ټينګښت هدف شخصي ساتونکي درولي، خو دا چې بريدګر تر دې ځايه ځان رسوي د امنيتي بنسټونو ضعف ښکارندوي کوي.
نويد وويل:
«له بده مرغه دا لومړی ځل نهدی چې په دشت برچي سيمه کې پر ښوونیز مرکزونو بريدونه کېږي، تر دې پخوا هم ورته ډېر بريدونه شوي وو، موږ دا ستونزه له امنيتي بنسټونو سره شريکه کړه، او خپله د خپل امنيت ټينګښت لپاره لاس په کار شوو، خو دا چې بريدګر ځان د يوه ښوونیز مرکز تر دروازې رسوي، دا د امنيتي بنسټونو ضعف ښيي.»
جمهور ریاست د دغه بريد په غبرګون کې ويلي چې د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند ټينګښت په برخه کې د خلکو له غوښتنو سره سره بيا هم خلک د طالبانو د ناروا جګړې او تاوتريخوالي شاهدان دي.
وسلهوالو طالبانو بيا د دغه بريد خپل لاس لرل رد کړي، خو داعش ډلې بيا د دغه مسووليت پر خپله غاړه اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ