له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې ویل شوي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه درې تنه مړه شوي او ۱۰۶ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۵۱۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۱۲۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ