ads

د عامو وګړو قاتلین

پرون د کابل په دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو. حکومت په برید کې طالبان پړه وبلل، خو طالبانو وویل چې برید دوی نه دی کړی. د طالبانو تر دې څرګندونو وروسته، داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست. دا څوم ځل دی چې په وروستیو کلونو کې په تېره له هغه راهیسې چې په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره هڅې پيل شوې، په کابل کې پر عامه ځایونو بریدونه کېږي چې بې له شکه یو بشري جنایت دی. بشري جنایت ځکه دی چې د عامو خلک له منځه وړل په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلای.

کلید
4 لړم 1399
د عامو وګړو قاتلین
دغه برید پرون شنبه د مازیګر په څلورنیمې بجې وشو. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي. په ملي کچه دغه برید غندل شوی او بشري او جنګي جنایت بلل شوی دی. ولس هم په پراخه کچه ناراضه ښکاري او داسې بریدونه د ځان پر وړاندې بریدونه بولي او پايلې يې ښې نه ارزوي. ډېری په دې نظر دي چې کېدای شي دا ډول پېښې د سولې پر روان بهیر منفي اغېزه وکړي.
که څه هم طالبانو د تېر په څېر پر عامه ځایونو د برید له مسوولیته اوږه خالي کړې او داعش ډلې يې مسوولیت منلی، افغان حکومت په  داسې حال کې چې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې کوي، وايي چې د اسنادو او شواهدو له مخې دا برید د طالبانو له خوا شوی دی. خو ولس دا وايي چې دا یو بشري جنایت دی او ترسره کوونکي کې يې باید وپېژندل شي. د خلکو په نظر که طالبانو دا برید نه دی کړی، یوازې پر دې دې ځانونه نه خلاصوي چې ووايي برید د دوی کار نه دی. دوی باید اسناد او شواهد وړاندې کړي چې په رښتني ډول عامه قناعت ترلاسه شي، ځکه دمګړۍ طالبان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې، که چېر ته داسې ونه کړي، د مذاکراتو پر بهیر او د طالبانو پر سوله غوښتنې به شکونه لا نور زیات شي. سره له دې چې افغان حکومت د خلکو د امنیت مسوولیت لري، ورته په کار دي چې هم د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي او هم د خلکو د قناعت لپاره هغه اسناد او شواهد رسنيز کړي چې په دې برید کې د طالبانو لاس لرل تاييدولای شي. د اسنادو او شواهدو وړاندې کول مرسته کوي چې ولس جنګي مجرمین وپېژني او د هغوی په اړه لازمه پرېکړه وکړي.
پر ښوونيزو مرکزونو او نورو عامه ځایونو برید پر خلکو برید ګڼل کېږي. له دې کبله هیڅوک نه شي کولای چې په عادي څرګندونو  ځان له مسوولیته ‎وکاږي. په داسې بڼه د مسوولیت نه منل نه یوازې دا چې د چا مسوولیت نه شي راکمولای، بلکې لا نور يې زیاتوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA