ads

د ننګرهار پولیس د جرمونو په تور د ۲۶ تنو د نیولو خبر ورکوي

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وایي، د جنایي جرمنو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د غصب، وژنو، قاچاق او نورو جرمونو په تور ۲۶ تنه نیولي دي.

جان اغا صالح
28 تله 1399
د ننګرهار پولیس د جرمونو په تور د ۲۶ تنو د نیولو خبر ورکوي
دیو بل خبر له مخې، پولیسو د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دوو تنو سره په یو کرولا ډوله موټر کې ۲ میلونه او سل زره جعلي افغانۍ نیولې دي.
د معلوماتو له مخې يادو کسانو غوښتل، چې دغه جعلي پيسې پلازمېنې کابل ولېږدوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA