مسولین وایي یاد شوی سرک چې ډېر پخوا جوړ شوی وو اوس له کاره لویدلی او بېرته جوړونې ته یې اړتیا لیدل کېده.
د خوست ښاروالۍ له لوري د خوست ښار نویو دواخانو لېن څخه تر شهید مطیع الله لېسې پورې د سړک جوړولو چارې نن پیل او په راتلونکو څلورو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي.
خوست والي محمد صدیق پتمن د یاد سړک جوړېدل د ښار د رغنیزې برخې په برخه کې یو ښه ګام یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دې سره به د ښاریانو ګڼې ستونزې هوارې شي:
«د ښاروالۍ په شمول ولایتي اداره دې ته ژمنه ده او هڅه کوي چې په ښار کې د بیارغونې چارې چټکې او معیاري ترسره کړي او د ښار هر اړخیز پرمختګ ته کار وکړي.»
خوست سرپرست ښاروال انجینر صدیق الله صدیقي د یادې پروژې د بنسټ ډبرې اېښودلو پرمهال وویل چې په یاده ساحه کې (ار سي سي) لښتي په اساسي ډول له وړاندې جوړ شوې دي خو په خبره یې د سړک چارې به هم د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول ترسره شي.
دده په خبره، چې پدې سرک شاخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له انکشافي او تشویقي بودیجې څخه پرې لګول کیږي:
« موږ ښاریانو ته ډاډ ورکوو، چې د سړک له چارو به دقیق او پر وخت نظارت کیږي او دا سړک به په پوره معیاري او اساسي ډول جوړیږي»
د یادونې ده، چې له دې څو ورځې وړاندې هم د خوست ښاروالۍ په چوکاټ کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نویو صرافانو لین سړک او همداراز د امنیه قومانداني جنوبي قراوول ترڅنګ د دوو ډبل سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ