د یاد ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي کلید ته وویل، د اوبو رسوونې د ۱۳ شبکو له ډلې د اتو کارونه بشپړ شوي او د پاتې نورو کارونونه به د روان ۱۳۹۹ یم کال تر وروستیو بشپړ شي.
د ده په وینا، یادې شبکې د کرخ ولسوالۍ په مختلفو برخو کې د ۵۰ میلیونه او ۸۴۶ زره افغانیو په ارزښت د کرنې وزارت له لوري رغول کېږي.
احمدي زیاتوي چې په دې سره به ۱۳زره او ۳۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
همدارنګه د یادو شبکو په رغېدو سره به د کرخ ولسوالۍ د ۶۰ سلنه اوبو ضایع کېدو مخه ونیول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ