له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او ۱۹۰ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۸۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۳۰۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ