ads

د موټرو ګڼې ګوڼې ښاريان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

کابل ښاريان او موټر چلوونکي وايي، په ښار کې ټرافيکي ستونزې او ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې د زياتېدو په جال کې دي او دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
د موټرو ګڼې ګوڼې ښاريان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

هغوی زياتوي، هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د ښار په بېلابېلو واټونو او څلور لارو کې بند پاتې کېږي او خپلو چارو ته پر وخت رسېدنه نه‌شي کولی.
ذبيح‌الله چې هره ورځ له پغمانه د کابل مرکز ته د کارو بار لپاره راځي، وايي، د يوې ورځې په اوږدو کې یې څلور ساعتونه د لار بنديو له امله ضایع کېږي.
دی ټينګار کوي، ښاروالۍ او اړوند بنسټونه بايد د دوی ستونزې په پام کې ونیسي او دې ستونزې ته دې اساسي حل‌لار ولټوي.
«د ښار په بېلابېلو سيمو کې موږ د لار بنديو شاهدان يوو، دې کار له ډېرو ستونزو سره مخ کړې يوو. د همدې لار بنديو او ټرافيکي ستونزو له امله نه ناروغ په سم وخت روغتون ته رسېدلی شي او نه هم خلک خپلې چارې پر وخت ترسره کولی شي.»
په ورته وخت کې د کابل ښار موټر چلوونکي هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي، لار بندۍ د دې لامل شوې چې له يوه لنډ مسير څخه په ساعتونو ساعتونو هم نشي تېرېدلی.
موټر چلوونکي که څه هم په ښار کې د لاس پلرونکو او کراچیو راټولولو او د څلور لارو د بدلون طرحې عملي کېدو ته خوښ دي، خو زياتوي، تمه لري چې دا اقدامات تل‌پاتې وي، نه د محدود ورځو لپاره.
«د ښار په هره سيمه کې ګڼه ګوڼه زياته ده او هغه مسير چې د پنځو دقیقو دی، د همدې لار بنديو او ګڼې ګوڼې زياتېدو له امله په ساعتونو ساعتونو کې هم نشو تېرېدلی. دې چارې يوازې موږ نه‌، بلکې ټول ستونزو سره مخ کړې دي.»
بل لور ته کابل ښاروالي بيا وايي، د دې ستونزې د هواري په هدف د لاس پلورونکو او کراچۍ‌ګانو د راټولو پلان په اجرايي حالت کې دی او په ټولو څلور لارو کې د بدلون طرحې د عملي کېدو وروستي مطالعات پاتې او له بشپړېدو سره به یې اجرايي چارې بشپړې شي.
د ښارالۍ د نشراتو رییس نعمت‌الله بارکزي شاوخوا ۸۲ ورځې مخکې له کليد سره په خبرو کې ويلي وو چې په نېږدې راتلونکي کې به د ښار په ټولو څلور لارو کې ټرافيکي څراغونه نصب شي، خو د نېږدې درېيو مياشتو په تېرېدو سره اوس وايي، دا چاره تر پروسس لاندې ده او په راتلونکو مياشتو کې به نصب شي.
«موږ د همدغو ستونزو د حل لپاره خپل پلان جوړ کړی او په اجرايي حالت کې دی، لاس پلورونکي او کراچۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې تشخیص کوو او سيمې ترې پاکوو، خو کنټرول یې بيا د پولیسو دنده ده.»
وموغوښتل په دې برخه کې د کابل ټرافيک مديريت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نشوو.
کابل د افغانستان هغه ولایت دی چې د نفوس کچه په‌کې تر بل هر ولايت زياته ده، لار بندي، ټرافيکي ستونزې او د موټرو ګڼې ګوڼې زيات‌والی هغه ستونزې په ګوته کېږي چې ښاريان له پخوا راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.
وبه کتل شي چې د ښاروالۍ وروستي اقدمات کولی شي ياده ستونزه په ټولییز ډول حل کړي يا نه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA