د ارزګان امنيه قومندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري وايي، د تېري شپې په جګړه کې د درېیو پوليسو ترڅنګ لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي، چې د څلور جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
هغه وايي، په جګړه کې لس ملکي کسان هم د طالبانو لخوا په ډزو ټپيان شوي دي.
بلخوا، یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل چې په یادو نښتو کې ۱۸ طالبان او نهه د افغان پوځ سرتېري وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی چې پر مهال یې ګڼو ملکي کسانو ته هم مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.