د جمهوري ریاست پر فېسبوک پاڼه د جمهور رییس غني په ویډیویي پیغام کې ویل شوي، د سولې په روانو خبرو کې اوربند د دوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د اوربند په ټینګېدو سره به په افغانستان د پرمختګ ښه زمینه برابره شي.
که څه هم افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په ځلونه له طالبانو غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او عمومي اوربند اعلان کړي، خو لیدل کېږي چې نه یوازې تاوتریخوالي کم شوی نه دی، بلکې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لا ډېره شوې ده.
تېره ورځ کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې ۳۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان جمهور رییس پر داسې مهال په هېواد کې پر اوربند ټینګار کوي چې مذاکره کوونکې ډلې له شاوخوا لسو ورځو راهیسې د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې پر خبرو بوختې دي، څو د دواړو لورو لپاره د رسمي مذاکراتو پیلېدو ته یو ټول منلی چوکاټ جوړ کړي.