د ارز ګان اوسېدونکي وايي، د دوه اړخيز اوربند د رامنځته کېدو له امله يې ذهني ارمتيا درلوده او په خوشحالي سره يې د اختر ۳ ورځې تېري کړي دي.
دوی څرګندوي، که څه هم تر اختر وړاندي اندېښمن وو چې د جګړو او کورونا ويروس له امله به يې د اختر خوشحالۍ کمرنګه شي، خو کله چې وسله والو طالبانو په دغو شپو او ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، ورسره د دوی خوشحالۍ څو چنده زياتې شوې اودښه ارامي په فضاکې يې د اختر شپي او ورځي تېري کړې.
خلک غوښتنه کوي چې په هېواد کې دې د جګړې د درېدو لپاره اوربند اوږدمهاله شي، څو بین الفغان خبرو ته لار هواره شي او هېواد کې د سولې پرسته رامنځته شي.
دا په داسي حال کې ده چې د اختر په شپو او ورځو کې د رامنځته شوي اوربند له امله په ارز ګان ولايت کې هېڅ د تاوتريخوالي داسي خطرناکه پيښه نه ده رامنځته شوي چې خلک اندېښمن کړي.