د ياد وزارت وياند د سهشنبې په ورځ له لویې څارنوالۍ سره د ګډې خبري ناستې پرمهال وويل، له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د هغو ۷۶۳۹ تورنو کسانو له ډلې چې د عدلي ارګانونو لخوا مجرم پېژندل شوي وو، څه د پاسه شپږ زره یې د بېلابېلو عواملو له کبله نهدي نيول شوي.
د ارين په خبره، د ۱۰۸۶ قضيو تورن کسان د ترهګرو تر واک لاندې سيمو کې دي، ۶۹ تورن کسان له ترهګرو سره يو ځای شوي او د ۱۱۳ کسان بيا له دې امله نهدي نيول شوي چې د قانون پلي کېدو موده پرې پای ته رسېدلې.
ارين وويل:
«له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د هغو ۷۶۳۹ تورنو کسانو له ډلې چې د عدلي ارګانونو لخوا مجرم پېژندل شوي وو، يوازې ۱۶۳۷تنه یې ونيول شي. هغه کسان چې تر اوسه نهدي نيول شوي بېلابېل عوامل لري چې مهم یې دا دي؛ له وسلهوالو مخالفينو سره د یو شمېر تورنو کسانو يو ځای کېدو، د ترهګرو تر واک لاندې سيمو کې د دوی اوسېدل او د يو شمېر نور تورنو کسانو په دوسيو کې نيمګړاتياوې.»
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين دغهراز زياته کړه، په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ۲۱۷۵ بېلابېلو قضيو په تړاو ۲۷۳۵ کسان نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ارين وويل:
«موږ پرته له دې چې د ۱۳۹۵، ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د مجرمينو نيول کېدو په تړاو هڅې کړي، د دې ترڅنګ په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ۲۱۷۵ بېلابېلو قضيو په تړاو ۲۷۳۵ کسان نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»
په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي بيا وايي، دوی د ټولنې پر ټولو اقشارو د قانون يو شان پلي کېدو ته ژمن دي او په همدې هدف یې تېر کال له کورنيو چارو وزارت سره يوه ګډه کمېټه رامنځ ته کړه، څو له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې ټول هغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري چې د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا متهم پېژندل شوي دي.
رسولي وويل:
«موږ د ټولنې پر ټولو اقشارو د قانون يو شان پلي کېدو ته ژمن يوو او په همدې هدف مو تېر کال له کورنيو چارو وزارت سره يوه ګډه کمېټه رامنځ ته کړه، څو له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې ټول هغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري چې د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا متهم پېژندل شوي دي.»
کورنيو چارو وزارت او لویه څارنوالي په داسې حال کې پر ټولو مجرمينو د قانون د یو شان پلي کېدو ټينګار کوي چې اوس هم هېوادوال امنیتي او قضایي بنسټونه په دې برخه کې پاتې بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ