ads

په ننګرهار کې د زیتونو حاصلاتو ډېرېدو هیلې

د ننګرهار د کانال مسولین وایي، تمه لري چې سږکال به د دغه ولایت د زیتونو له باغونو څخه د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیاته حاصلات په لاس راوړي.

محمدخان بریال
23 وږی 1399
په ننګرهار کې د زیتونو حاصلاتو ډېرېدو هیلې

د کانال ریاست مرستیال شریفي الله فضلي وایي، تېر کال یې د زیتونو له باغونو څخه ۱۰۰ ټنه حاصلات ترلاسه کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې د تېرکال په پرتله پنځه برابره زیات او ۵۰۰ ټنه د زیتونو حاصلات به ولري.
فضلي زیاتوي چې اوسمهال د دې ولایت په مختلفو برخو کې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کینول شوي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې د زیتونو د تازه کرل شویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
«سږکال زمونږ تمه ده چې، د زیتونو له باغونو څخه به د تېرکال په پرتله درې برابره زیات حاصلات ترلاسه کړو، یعنې تېر کال سل ټنه و او سږکال به پنځه سوه ټنه شي.»
دکانال مسولین وایي، د تېرو جګړو پرمهال د زیتونو باغونو هم زیان لیدلی چې د زیتونو شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه له منځه تللې.
دکانال اړوند د دریم فارم مسول قیس الله وایي، هڅې یې پیل کړي چې د ولسي خلکو په مرسته د زیتونو په باغونو کې د ونو د قطع مخنیوی وکړي، چې په دې سره به په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
«پخوا به د زیتونو ډېرې ونې خلکو په غلا پرې کولې، خو اوس مو له خلکو سره په همکارۍ د دغه ونو د قطع مخنیوی کړی.»
د زیتونو په باغونو کې بوخت بزګر وایي، ډېره کله یې د لازمو امکاناتو د نشت له امله زیتون د حاصلاتو د راټولو پر مهال ضایع کیږي.
«کله چې زیتون په حاصل راځي، نو موږ سره لازم وسایل نه وي، چې له همدې امله زمونږ حاصلات ضایع کیږي.»
د کانال مسولین وایي، تېر کې یې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه کرل شوي وو، خو د جګړو پر مهال یې شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه تخریب شوې، چې د بیا رغیدو لپاره یې ځانګړي پلانونه په پام کې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA