د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېر ماښام په بلخ ولایت کې یوې خبري ناستې ته وویل، یاد کسان پخپلو دندو کې د پاتې راتلو له کبله له خپلو مسولیتونو ګوښه شوي دي.
په ورته وخت کې نوموړي د بلخ امنیتي مسولینو ته لارښوونه وکړه چې له ځانګړو ځواکونو او عامه نظم سرتیرو سره په همغږۍ د مجرمینو د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې امنیتي حالت ډېر خراب شوی او څو تنه د وسله والو غلو له لوري وژل شوي دي.