ads

یو شمېر خصوصي روغتونونه میلیونونه افغانۍ مالیات پوروړي دي

د کلید ګروپ موندنې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر خصوصي روغتونونو خپل مالیات پوره نه دي تحویل کړي.

فضل هادي حمیدي
20 وږی 1399
یو شمېر خصوصي روغتونونه میلیونونه افغانۍ مالیات پوروړي دي

د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې د ۳۱ روغتونونو د مالیاتو په وروستۍ ارزونه کې دغه روغتونونه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ باقي شوي چې له دې څخه یې ۲۰ روغتونونو خپل ۳۰ میلیونه افغانۍ حسابونه تصفیه کړي او ۱۱ روغتونه نور د دغو ارزونو په پایله کې د ۲۵ میلیونه افغانیو مالیاتو او جریمو له ورکړې ډډه کوي.
د مالیې وزارت وایي، خصوصي روغتونونو په تېرو کلونو کې خپل عواید کم ښوودل او کم مالیات یې تحویل کړي دي.
خو د خصوصي روغتونونو ټولنه وایي، د مالیې وزارت د مالیې ټولولو مامورین په فساد کې لاس لري او له دوی څخه یې د مالیاتو دکمولو لپاره د رشوت غوښتنه کړې ده.
دوی یو غږیز کلپ هم کلید ګروپ ته ورکړ او وایي چې دا د مالیې وزارت د مامور غږ دی چې د یوه خصوصي روغتون له مسوولینو د رشوت غوښتنه کوي.
بلخوا، روغتونونه د عوایدو او د ډاکټرانو د فیسونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د څارنې کوم ځانګړی میکانېزم هم نه لري.
د افغانستان د روڼتیا څار هم د مالیاتو په ټولولو کې په لوړه کچه د فساد د شتون خبره کوي.
د مالیې وزارت وایي، وروسته له هغه چې د ځینو روغتونونو په اسنادو کې ستونزې ولیدل شوې اویا هم د هغوی د مالیاتو په تحویلۍ کې لوړ توپیر و، نو دوی اړ شول چې د یو شمېر روغتونونو د مالیاتو پنځه کلنه ارزونه وکړي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي کلید ته وویل، د دوی د وروستیو ارزونو په پایله کې ۳۱ روغتونونه باقي شول چې مالیات یې پوره نه وو تحویل کړي؛ خو له دغه څخه ۲۰ یې خپل حسابونه تصفیه او ۱۱ نور یې د دغو باقیاتو او جریمو له ورکولو ډ ډه کوي: «یوازې د ۳۱ روغتونونو دوسیې وڅېړل شوې، چې په ۲۰ یې ۳۰ میلیونه مالیات او جرایم راغلل او هغوی خپل حسابونه تصفیه کړل؛ خو ۱۱ یې د دغو باقیاتو او جریمو له ورکولو ډ ډه کوي. موږ هم پر دوی د قانون د تطبیق په مرحله کې یو او په دوی به قانون پلی کوو.»
په ورته وخت کې د خصوصي روغتونونو ټولنه هم مني چې ځینو روغتونونو خپل عواید پټ کړي او د دې لپاره چې مالیه کمه تحویل کړي، نو د خپلو عوایدو کچه یې ټیټه ښوودلې ده.
د دې ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان کلید ته وویل، له یوې خوا یو شمېر روغتونونو منظم مالي سیستمونه په لومړي سر کې نه درلودل او له بلې خوا چې کله جمهوررییس غني واک ته ورسېد؛ نو په عوایدو یې مالیه له دوه سلنې څلور سلنې ته لوړه کړه چې دا په خپله د عوایدو د کتمان لامل شوه: «په لومړي سرکې ګڼ شمېر روغتونونو منظم مالي سیستمونه نه درلودل، نو هغه څه چې دولت غوښتل، دوی معلومات نه شوی ورکولی او له بلې خوا بیا کله چې اشرف غني واک ته ورسېد، دغه مالیات له دوه څخه څلور سلنې ته لوړ شول چې یو روغتون نه شي کولای څلو سلنه ناخالص عاید دولت ته ورکړي. دا د یوه روغتون لپاره ډېره ستونزمنه ده.»
د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان په ورته وخت کې وایي، دا ارزونه هم کره نه ده او د څو کلونو عواید یوازې د یوې ورځې د عوایدو پربنسټ حسابوي چې دا کار یې دوی ته د منلو وړ نه دی.
غرمان د روغتونونو د نومونو له اخیستو پرته وایي، درې کاله وړاندې د دغو پنځو کلونو مالیاتو د ارزونې په پایله کې څلور روغتونه نېږدې اووه نیم سوه لکه افغانۍ باقي شول، چې د دوی د اعتراضونو په پایله کې هغه ارزونه بېرته لغوه شوه: «نېږدې درې کاله وړاندې دغه ارزونه پیل شوه او دا ارزونه داسې وه چې یو روغتون چې پنځه یا شپږ کاله فعالیت کړی، دوی یوازې په یو قدم وهلو د روغتون په دننه کې څلور روغتونه و ارزول چې په هغه کې څلور روغتونونه باقي شول. هغه باقیداري د امبولانسي اعتراض او ځینو روغتونونو د تړلو لامل شوه، چې هغه ارزونه بیرته لغوه شوه، په دغه ارزونه کې یو روغتون ۳۸۰ لکه افغانۍ، بل ۱۸۰لکه افغانۍ، بل ۱۴۰ لکه افغانۍ او بل روغتون ۴۳ لکه افغانۍ باقي وو.»
په ورته وخت کې د امیري کمپلکس د خصوصي روغتون مشر میرویس امیري هم وایي، چې د مالیې وزارت له خوا د مالیاتو ارزونه اټکلي ده او دا دوی ته د منلو وړ نه ده.
میرویس امیري زیاتوي:« د مالیاتو د ټولولو پروسه رڼه نه ده، دوی یوه ورځ یوه ډله رالیږي، یوه ورځ څارنه کوي بیا هغه په ۳۶۵ ورځو کې ضربوي، خو په ځینو ورځو کې لکه د اختر په ورځو کې، روژه کې، رخصتیو کې یا په نورو ځانګړو حالاتو کې ناروغان کم وي خو دوی دې ته پام نه کوي او یوازې چې کومه ورځ ناروغان ډیر وي د همغه پربنسټ حساب کوي.»
خو د مالیې وزارت وایي، دوی له یوې ورځې تر ۱۰ ورځو د یوه روغتون عواید ارزوي.
د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، دوی د خپلو مراجعینو او عوایدو په اړه کره معلومات نه ورکوي، نو د مالیې وزارت اړکېږي چې خپله څارنه ترې وکړي: « د بېلګې په توګه، وایي زه د ورځې ۱۰ ناروغان ګورم او دوه عملیاته کوم. زموږ مامورین حق لري چې یوه ورځ، پنځه ورځې، یوه اونۍ یا ۱۰ ورځې له روغتون څخه څارنه وکړي او بیا هغه حد اکثر یې هم موږ نه نیسو. د دوی د ارقامو او زموږ دموندنو اوسط یې نیسو، ترڅو دوی هم زیان ونه ویني، نو دا ادعا ناسمه ده چې موږ یوه ورځ په څو کلونو حساب کړې وي.»
د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر فردین غرمان وایي، په دې وروستیو کې د دارالسلام په نامه یو خصوصي روغتون څه باندې سل لکه افغانۍ د دغو ارزونو په پایله کې باقي شوی دی: «تازه یې د دارالسلام روغتون ارزولی، چې ۳۹ لکه افغانۍ یې مالیات راغلي او له جریمو سره څه باندې سل لکه افغانۍ باقي دی. د دغه روغتون مشر او مرستیال یې هم ممنوع الخروج کړي دي.»
په دې اړه مو غوښتل چې پخپله د دارالسلام روغتون نظر هم واخلو، خو له یوې اونۍ انتظار سره سره هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر د غږیزو کلپونو په وړاندې کولو سره ادعا کوي چې د مالیې وزارت د مالیاتو د ټولولو مامورینو د یوه خصوصي روغتون له مسوولینو څخه د رشوت غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې که دوی ته پیسې پکې ورکړل شي؛ نو دوی بیا دغه مالیه راکمولای شي: «موږ کلپونه هم لرو، هغه څوک چې ورسره طرف دي، ویلي یې دي چې له ۴۰ لکو افغانیو ۲۰ یا ۲۵ لکه موږ ته راکړئ او دا جوړوو.»
خو د مالیې وزارت وایي، له فساد څخه څوک سترګې نه شي پټولای، نو باید په دې اړه د دولت او ولس ترمنځ همکاري ډېره شي، څو د فساد مخه ونیول شي.
د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، څوک که د دوی د مامورینو په اړه د رشوت غوښتلو او فساد اسناد لري، نو د دغو اسنادو ساتل په خپله جرم دی او باید له مسوولو بنسټونو سره یې شریک کړي وای: «ته چې کله اسناد لرې او د فساد په اړه د یوه مامور غږ لرې، نو ته څه شي ته په تمه یې، دغه اسناد رسنیو، څارنوالۍ، مالیې وزارت او پولیسو ته ورکړه. ولې یې ځنډوې، دغه پخپله یو جرم دی، نو د داسې ستونزو د مخنیوي لپاره باید سره همکاري وکړو او دا اسناد له مسوولو بنسټونو سره شریک کړو، څو په راتلونکې کې څوک د داسې کړنو جرات ونه کړي.»
د مالیې وزارت ویاند په همدې حال کې وایي، که دغه ۱۱ روغتونونه خپل حسابونه تصفیه نه کړي، نو د قانون د تطبیق لپاره به یې عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي کړي: «دم ګړی له دغو ۱۱ روغتونونو سره خبرې روانې دي. اخطاریې ورکړل شوې دي او موږ دغه پړاوونه ورته په ګوته کوو چې که خپل حساب خلاص نه کړي؛ نو نور پړاوونه څه دي، خو بیا هم که خپل حسابونه تصفیه نه کړي، موږ یې بیا عدلي او قضایي ادارو ته معرفي کوو.»
د دغو پوښتنې په ځواب کې چې یو شمېر روغتونونه باقي شوي او په تېرو کلونو کې یې مالیه کمه تحویل کړې، ترې مالیه واخیستل شوه او جریمه هم شول؛ خو د مالیې وزارت له هغو مامورینو سره څه چلند شوی یا کیږي چې په تېرو کلونو کې یې دغه مالیه له یادو روغتونونو څخه ټولوله؟ د مالیې وزارت ویاند وویل، کله چې له روغتونونو سره حساب تصفیه شي، نو داخلي تفتیش دغه دوسیې څېړي او له اړوندو مامورینو سره به هم قانوني چلند کېږي: «اوس خو دغه دوسیې نوې دي او له روغتونونو څخه باقي مالیات او جرایم واخیستل شول؛ خو له دې وروسته به داخلي تفتیش دوسیې څېړي، له اړوندو مامورینو به پوښتنې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي.»
خو دا چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت دریځ څه دی او له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه چې په لوړه کچه مالیات اخیستل کیږي؛ دا د روغتیا په سکټور په ځانګړې توګه د خصوصي روغتونونو په فعالیت څومره ناوړه اغېزه کوي؟ د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي، تر دې دمه دا ستونزه چې ځینې خصوصي روغتونونه د مالیاتو باقي دي، له دوی سره نه ده شریکه شوې.
تره کي زیاتوي، د خصوصي روغتونونو په فعالیت ناوړه غېزه کوي، خو که کوم روغتون بیا هم د دغو پیسو د تحویلۍ له کبله له فعالیت څخه پاتې کېږي، یعنې له مالي ناورین سره مخ کېږي؛ نو نور خصوصي او دولتي روغتونونه یې تشه ډکولای شي: «د روغتیا سکټور ته زیان رسېږي او کله چې زموږ هېوادوال یوه خصوصي روغتون ته تل مراجعه کوي او هغه وتړل شي؛ نو هېوادوال له ستونزو سره مخ کیږي. کولای شي چې بیا نورو خصوصي او دولتي روغتونونو ته مراجعه وکړي.»
دا ارزونه به څومره رڼه وي:
دا چې له دې وړاندې روغتونونو خپل مالیات پوره نه دي تحویل کړي او په ځینو ځایونو کې د فساد ادعاوې هم شوې؛ نو دا د پنځه کلنو مالیاتو ارزونه به څومره رڼه او معیاري وي؟ د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي یې په اړه وایي: «دا سل فیصده ضمانت نه شي کېدای چې دا پروسه به رڼه وي، ځکه پیسې دي او انسانان دي. کېدای شي ستونزې پکې رامنځته شي، خو زموږ هوډ دا دی چې دا پروسه رڼه وي. موږ یو ځل ترې مالیات واخیستل اوس مو چې بیا ارزونه وکړه دا نور موارد مو بیا ترلاسه کړل، نو زه له ټولو خلکو او خصوصي روغتونونو له مسوولینو غوښتنه کوم چې که څوک ترې پیسې غواړي؛ هغوی دې موږ ته راپه ګوته کړي، ځکه که نن معامله وکړي سبا یا بله ورځ حتما پر دوی بیا اصلي مالیات راځي او باید تحویل یې کړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار هم د مالیاتو په ټولولو کې د فساد شتون ته ګوته نیسي او وایي چې ډېر کله د مالیاتو مامورین په لوی لاس فساد ته زمینه برابروي.
د دغه بنسټ لوی څېړونکی سیدناصرتیموري وایي، په افغانستان کې د مالیې ورکولو د فرهنګ او د مالیې ټولولو د سیستم په روڼتیا باید جدي کار وشي: «د مالیې وزارت له خوا د مالیو ټولول په رڼه توګه نه ترسره کېږي او په دې پروسه کې فساد په لوړه کچه دی. د مالیې وزارت کارکوونکي داسې پلمې جوړوي، څو فساد ته زمینه برابره شي.»
خصوصي روغتونونه د ډاکټر د فیس او معایناتو بیه په خپله ټاکي:
ډېری هېوادوال په خصوصي روغتونونو کې د ورته معایناتو له بیې او ډاکټرانو له فیس څخه شکایت کوي او وایي چې ډاکټران په خپل سر فیس ټاکي.
د عامې روغتیا وزارت هم مني چې د خصوصي روغتونونو د معایناتو او ډاکټر د فیس په اړه کومه لایحه او تګلاره نه لري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي، هر روغتون او هر ډاکټر خپلو مراجعینو او لګښتونو ته په کتو خپل د معایناتو فیس ټاکي: «په کومه سیمه کې چې مراجعین زیات وي، هغه ډاکټر ډیر فیس اخلي او چېرته چې مراجعین کم وي، فیس هم کم وي. د معایناتو هم همداسې خبره ده، که ماشینونه عصري او د ځای کرایه لوړه وي، نو د معایناتو بیه هم لوړه وي او دا په خپله خصوصي ادارې ټاکي.»
د خصوصي روغتونونو د ټولنې د معلوماتو پربنسټ اوسمهال ۶۹ سلنه روغتیایي خدمتونه د خصوصي سکټور له خوا وړاندې کېږي او خصوصي سکټور د پرمختللې ټکنالوژۍ د لرلو ادعا هم کوي؛ خو لاهم ګڼ شمېر خلک د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هندوستان ته ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA