ads

د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د ټاپي پروژې کارونه پیلېږي

د کانونو او پټرولیمو وزارت وایي، د ځمکې استملاک تر پړاونو وروسته ټاکل شوې چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شي.

محمدخان بریال
11 وږی 1399
د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د ټاپي پروژې کارونه پیلېږي

د کانونو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري، د ښار جوړونې وزیر محمود کرزي او د ټاپي پایپ لاین شرکت اجراییوي رییس محمدمراد امانوف پرون په همدغه هدف یوه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه.
د سرچینې په وینا، د کانونو او پټرولیمو وزارت وزیر هارون چخانسوري ویلي چې ټاپي پروژه د سیمې او افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
هغه همدارنګه زیاته کړې، په تېرو کلونو کې د یادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
د نوموړي په وینا، تخنیکي سروې، د ماین پاکۍ سروې او د ځمکې سروې هغه کارونه دي چې د ټاپي پروژې د ترسره کېدو په برخه کې ترسره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د دې پروژې عملي کارونه په ۱۳۹۶ کال کې پیل شول.
د ټاپي پاین لاین له لارې په کلني ډول ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د ۳۰ کلونو لپاره نورو ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او افغانستان به له دې لارې هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA