ads

په هرات کې مقناطیسي ماین چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات سیمه‌ییز چارواکي هلته د یوې مقناطیسي ماین چاودنې په پایله کې د اوو تنو د مرګ ژوبله خبر ورکوي.

محمدخان بریال
9 زمری 1399
په هرات کې مقناطیسي ماین چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، دا ماین چاودنه تېر ماښام د هرات ولایت په ۱۲مه ناحیه کې د ملکي وګړو پر یو فلانکوچ موټر شوې ده.
د ده په وینا، په دې چاودنه کې درې تنه ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
فرهاد څرګندوي چې د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي او عاملین به یې تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA