د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پېښه نن سهار اووه بجې او ۱۵ دقیقې د بادام باغ پر سړک رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
دی زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو د امنیتي او کشفي ارګانونو هڅې روانې دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.