د هرات سیمهییز چارواکي وایي، د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو تر منځ په خم زیارت سیمه کې پر ملکي وګړو د افغان ځواکونو له لوري هوایي بریدونه شوي چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي کلید ته وویل، برید هغه مهال ترسره شوی کله چې یو شمېر خلک د قاري غلام نبي په نوم د یو طالب قومندان د خوشي کېدو مبارکۍ ته ورغلي وو.
د ده په وینا، شمېرې ښيي چې په یاد برید کې له ۴۵ تر ۶۵ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې بیا د هغو ټپیانو موټر پر ماین برابر شوی چې روغتون ته لېږدول کېدل.
په دې پېښه کې هم ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، په یاد برید کې لسګونه ملکي وګړي په نښه شوي دي.