ads

په بلخ کې ۶۰۰ د پیازو او کچالو او ۲۰ د نورو مېوو سړې خونې جوړېږي

د بلخ د کرنې ریاست مسولین وایي، په دغه ولایت کې به ۴۰۰ د پیازو، ۲۰۰ د کچالو او ۲۰ به د نورو مېوو سړې خونې جوړې شي.

محمدخان بریال
1 زمری 1399
په بلخ کې ۶۰۰ د پیازو او کچالو او ۲۰ د نورو مېوو سړې خونې جوړېږي
هغوی وایي، په پام کې ده چې هلته ۱۰۰ بابه ممیز خونې او د مېوو د وچولو ۱۰۰ دستګاووې هم د دغه ولایت بزګرانو ته ورکړل شي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس محمد سالم ساعي کلید ته وویل، ټولې سړې خونې به په روان کال کې جوړې او دولت ته د لس فیصده ګټې په ورکولو به بزګرانو ته تسلیم شي.
ښاغلی ساعي زیاتوي، د مېوو ۲۰ نورې سړې خونې په خلم، چهارکنت، مارمل او زاري ولسوالیو کې جوړېږي او دغه ولسوالۍ د انارو او مڼو تر ټولو ډېر حاصلات لري.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسولینو په خبره، د یادو سړو خونو، ذخیرو او د وچې مېوې پر دستګاوو ۴۰۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د کال تر وروستیو یې کارونه بشپړېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA