ads

د کندهار مدني فعالان د سولې په مخ کې پر شتنه خنډونو اندېښمن دي

د کندهار په پرېس کلب کې راټول شوي مدني فعالان او دیني عالمان په هېواد کي د دایمي سولې رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

تاج محمد ساحل
22 چنګاښ 1399
د کندهار مدني فعالان د سولې په مخ کې پر شتنه خنډونو اندېښمن دي

دوي د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ ښکاره کړ، خو اندېښنه لري چي د افغانستان جګړه به نوې بڼه خپله کړي او تر اوس او پخوا به حالت ډېر ترینګلی شي.
د ځوانانو مدني ټولنې مسول حکمت الله افغان وايي، په هېواد کي روانې جګړې کېډایشي دې ته زمینه برابره کړي چې بهرني ځواکونه په ځانګړي ډول امریکايي پوځیان د تل لپاره په افغانستان کي پاتې شي.
سیاسي کارپوه محمد عمر ساطع هم څرګندوي، وسله والو طالبانو تر دې وړاندې د امریکا پر وړاندې جګړه پیل کړه، خو د دوحې تر تړون وروسته اوس جنګ د افغانانو تر منځ دی.
د نوموړي په خبره، د جګړې شدت به په افغانستان کي د امریکایي سرتېرو پاتې کېدو ته زمینه پلمه برابره کړي.
دیني عالمان او مدني فعالان هم وایي، په سیمه کي یو شمېر هېوادونه په خاص ډول پاکستان او روسیه په هېواد کي د جګړې غځولو په هڅه کې دي او په وینا يې، که وسلوال طالبان او افغان حکومت سوله سره وکړي؛ کېدایشي ګاونډي هېوادونه نورې جنګي ډلې پیاوړې کړې او د افغانانو پر وړاندې یې وجنګوي.
د مدني ټولونو استازو او دیني عالمانو په وروستیو کې د پرېکړه لیک له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه دوستانه اړیکو غوښتنه وکړه او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې په هېواد کې له لاسووهنې ډډه وکړي.
د کندهار مدني فعالان دا څرګندونې پر داسې مهال ترسره کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر خلاصون اختلافونه راپیدا شوي دي.
حکومت وایي، هغه طالب بندیان نه خوشي کوي چې په لویو بریدونو کې یې لاس درلود، خو طالبان یې د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA