روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۲زره او ۶۷۲ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۸۳۳ تنه ترې رغېدلي چې دې سره په ټول هېواد کې د رغېدلو کسانو شمېر ۱۹ زره او ۱۶۲ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ