د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونه دفع شوي او په یاده پېښه کې اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې په یاد برید کې افغان او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه طالبانو هم په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.