دغهراز په دې هوکړه کې د سرحدونو امنيت ټينګښت او د قاچاق پر مخنیوي ټینګار شوی او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو او فرهنګي مسايلو د پراختیا یادونه شوې ده.
د افغانستان او ايران د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډې بيانیې کې راغلي، د اسټراټيژيکو همکاريو سند به تر راتلوونکو درېيو مياشتو لاسليک شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي، د افغان حکومت پلاوی او ايراني چارواکي په ياد هېواد کې د افغان کډوالو خونديتوب، ښه ژوند او د دوی پر وړاندې د ټولو بشري حقوقو رعايت په اړه هم هوکړې ته رسېدلي دي.
دی زياتوي، ايراني چاواکو له افغان کډوالو سره د ښه چلند ډاډ ورکړی دی.
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ايران کې د افغان کډوالو د قانوني حضور اقدام هرکلی کوي.
د ياد وزارت وياند عبدالباسط انصاري وايي، اوسمهال شاوخوا ۲.۵ ميليون افغانان په ايران کې مېشت دي او ياد هېواد دا اقدام به د دوی د ژوند پر وضعيت مثبت اغېز وکړي.
دی زياتوي چې ټاکل شوې ايران پر افغان کډوالو د هويت کارتونه ووېشي او له دې سره به هلته کډوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
شنوونکي بیا ايران ته د محمد حنیف اتمر سفر او د اسټراټيژيکو همکاريو سند په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کابل پوهنتون استاد موسی فريور وايي، دا هوکړه نهشي کولی د ايران سياسي، مذهبي او نژادي موخې مهار کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره د دغه هېواد د پولیسو ناوړه چلند زور اخیستی او په دوو جلا پېښو کې یې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.