ads

د ملګرو ملتونو استازې په قطر کې له طالبانو سره پر سوله غږېدلې

طالبان خبر ورکوي چې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره ولیدل.

محمدخان بریال
2 چنګاښ 1399
د ملګرو ملتونو استازې په قطر کې له طالبانو سره پر سوله غږېدلې

د سهیل شاهین په خبره، دواړو لورو په یاده ناسته کې د پاتې بندیانو پر خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په تړاو خبرې وکړې.
ملګرو ملتونو هم د طالبانو او مېرمن لاینز لیدنه تایید کړې ده.
د یوناما پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي، مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په یاده ناسته کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا خبرې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې دا د یونما د مشرې په توګه د دیبورا لاینز تر ټاکل کېدو وروسته لومړی ځل دی چې هغه له طالبانو سره پر افغان سوله مخامخ خبرې کوي.
دواړه لوري پر داسې مهال په هېواد کې د سولې پر اړتیا غږېږي، چې ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
افغان حکومت وایي، دوی پلاوی ټاکلی او د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو بهیر پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA