د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، تر اوسه د دولت له زندانونو څخه د طالبانو ۳۴۹۶ بندیان ازاد شوي او د نورو د خوشي کېدو بهیر هم دوام لري.
د سرچینې په وینا، تېره ورځ د طالبانو ۲۱۶ بندیان له بګرام زندان او ۸۴ نور بیا له پلچرخي زندان څخه ازاد شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه سرچینه همدارنګه وایي، طالبانو هم تر اوسه د دولت ۶۴۵ بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د دوحې د تړون له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته په دوحه کې وشي.