د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له پرون راهیسې د پولي چرخي، بګرام او د ولایتونو له زندانونو څخه ۷۱۰ طالب زندانیان خوشي شول.
د خبرپاڼې له مخې، دا بهیر به د یکشنبې په ورځ هم دوام وکړي، څو د جمهور رییس محمد اشرف غني له فرمان سره سم د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو خوشي کولو لړۍ بشپړه شي.
په ورته وخت کې وسله وال طالبان هم د دولت د لسګونه بندیانو خوشي کېدو خبر ورکوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د افغان حکومت ۷۳ تنه بندیان له بنده خلاص کړل.
د طالبانو د ورکړل شوو شمېرو له مخې دغې ډلې تر اوسه د حکومت ټول ۴۲۰ بندیان خوشي کړي.
د دې تر څنګ افغان حکومت هم د طالبانو له دوه زره او ۶۰۰ ډېر بندیان له بنده ازاد کړي دي.
ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي.