د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۳زره او ۵۴۶ تنو ته ورسېد.
د وزارت د معلومات له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۶۰۲ تنه ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۴۴۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۹۲۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ