خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بندیانو خلاصون یو مهم پړاو ته رسېدلی او د حکومت لخوا د خلاصو شیو طالب بندیانو شمېر له درې زره څخه اوښتی، د طالبانو لخوا بیا له پنځه سوه ډېر حکومتي عسکر خوشې شوي دي، چې دا یو ښه پرمختګ دی.
خلیلزاد تمه ښودلې چې دا لړۍ به همداسې دوام لري او ډېر ژر به بین الافغاني خبرې هم پیل شي.
هغه همدارنګه ډاډ ورکړی، چې تر بل هر وخت اوس بین الافغاني خبرو ته دواړه لوري نېږدي شوي دي او لازمه ده چې په دې برخه کې نورې هڅې هم ګړندۍ شي.
بلور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه غزني او ودردګو ولایتونو کې د ۴۶حکومتي بندیانو د خوشې کولو ویلي او د بندیانو تبادله یې بین الافغاني خبرو لپاره یو ښه اقدام بللی.
ده همداراز ویلي چې طالبان هم د افغانستان د حکومت د بندیانو خلاصون ته ژمن دي خو هر کله چې د طالبانو د ۵ زره بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوه په یوه اوونۍ کې دننه به بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.
طالبانو ویلي چې په تازه خوشي کړیو بندیانو کې یې ۳۰ تنه هغه عسکر دي چې په وروستیو کې یې په غزني ولایت کې نیولي وو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه لیک له مخې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره بندیان او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰تنه حکومتي بندیان خوشې کوي.
افغان حکومت:د بین الافغاني خبرو وړاندې د اوربند رامنځته کېدل مهم دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ