ads

د ارزګان والي: طالبان دې له اړمنو سره د حکومتي مرستو مخنیوی نه کوي

دارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد پر وسله والو طالبانو غږ کوي، چې په نا امنيو سيمو کې ملکي خلکو ته د حکومت د مرستو د پروسه رسولو ته اجازه ورکړي.

احسان الله ولسمل
23 غبرګولی 1399
د ارزګان والي: طالبان دې له اړمنو سره د حکومتي مرستو مخنیوی نه کوي

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر هغه خلک چې د وسله والوطالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او اړینو مرستوته اړتیالري.

والي وايي، دوي په څوځلې پلان نیولی دی څو له یادو بیوزلو خلکو سره مرستې وکړي خو وسله والوطالبانو اجازه ورته نه ورکړې ده.

سعيد له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې په نا امنيو سيمو کې دې غريبو کورنيو ته  د حکومت مرستو ته اجازه ورکړي.«وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې جګړه ځپلو او اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېشلو مخه نيولې ده زما غوښتنه له وسله والو طالبانو څخه داده چې تر خپل واک لاندې سيمو کې دې خلک له مرستو اخیستلو څخه نه منعه کوي او اجازه دي ورکړي»

یو شمېر هغه کسان چې د وسله والوطالبانو تر ولکي لاندې سیمو کې ژوند کوي وايي په بد حالت کې دي.

نور بي بي چې خاوند يې څلور کاله مخکې وژل شوی دی د څلور بي سرپرسته ماشومانو ساتنه کوي له وسله والو طالبانو غواړي چې د حکومت له لورې د مرستو وېش ته دې اجازه ورکړي.«وسله وال طالبان که خپله مرسته نه کوئ، حکومت ته خودې اجازه ورکړي چې مرستې پر غریبو کورنيو ووېشي موږ له زياتو ستونزو سره مخ يو»

په ارزګان کې مدني فعالان بیا دغه ډول کړنه د وسله والو طالبانو غندي.

مدني فعال احمد جاوېد خپلواک وايي وسله وال طالبان ځکه تر خپل واک لاندې سيمو کې د حکومت مرستو ته د وېش اجازه نه ورکوي چې عام خلک بیا له دولت سره خپل واټن کموي او له وسله والو طالبانو څخه فاصله پیدا کوي.«د وسله والو طالبانو خو خپله توان کې دا نسته چې مرستي غریبو کورنيو ته ورسوي حکومت ته هم اجازه نه ورکوي چې پر اړمنو کورنيو مرستي ويشي ځکه بیا خلک له دوی څخه فاصله نيسي»

داپه داسې حال کې ده چې د وسله والوطالبانو تر واک لاندي سيمو کې خلک نه يوازي له مرستو بي برخي دي بلکې روغتيايي خدمتونو ته هم لاس رسۍ نلري.

هڅه مو وکړه چې د چارواکو دغه ادعا له وسله والو طالبانو سره شريکي کړو خوتر پوره پوره هڅو سره سره د طالبانو په نظر اخیستلو بريالي نه شو.

طالبانو په ارزګان کې پر شاوخوا لس زره کورنيو وچه ډوډۍ بنده کړه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA