ads

طالبانو په ارزګان کې پر شاوخوا لس زره کورنيو وچه ډوډۍ بنده کړه

ارزګان کې ولایتي چارواکي وایي: وسله والو طالبانو د ارزګان او کندهار پر لویه د وړو هغه موټور برمته کړی، چې حکومت ترې اړمنو کورنیو لپاره وچه ډودۍ پخوله او بیایې پر اړمنو خلکو وېشله .

احسان الله ولسمل
3 غبرګولی 1399
طالبانو په ارزګان کې پر شاوخوا لس زره کورنيو وچه ډوډۍ بنده کړه

ارزګان کې د حکومت له لورې هغه وچه ډوډۍ چې غريبو کورنيو ته د کرونا وېروس د مخنیوي او دې وېروس د مبارزې په هدف ورکول کېده وسله والو  طالبانو ورباندي بنده کړې ده.

همدارنګه تېره ورځ وسله والو طالبانو د ارزګان کندهار پر لويه لاره د وړو هغه موټر برمته کړی دی چې ترينکوټ ښار ته يې د وچې ډوډۍ لپاره وړه راوړل.

د ارزګان د ولايت مقام مالي او اداري ريیس او د کرونا د برخې د کمېټې مشر جليل خان اڅکزي وویل، وسله والو طالبانو تيره ورځ هغه وړه چې وچه ډوډۍ ورڅخه غريبو خلکو ته پخېده پر لاره له ځان سره ګرځولي دي.

هغه دغه کار له خلکو سره ظلم بولي او وايي چې د دوی د کمېټې له لورې داسې کورنيو ته وچه ډوډۍ ورکول کېده چې د خورک لپاره يې هېڅ نه درلودل.

((دا خو ښکار ظلم دی، وړه طالبانو بند کړې دي ، دطالبانو د ښار مسولیینو وړه ګرځولي دي، حتی د شرکت خلک ورغلي و، هغه یې هم بندیان کړې دي، زموږ غوښتنه داده چې طالبان دعام ولس سره دا ظلم ونه کړي، دا ډوډۍ ټولو غریبو کرونیو ته ورکول کېده، زموږ غوښتنه داده چې دا راپرېږدي ترڅو اړمنو ته ترې ډوډۍ پخښه شي))

هغه کورنۍ چې د حکومت له لورې له وچي ډوډي څخه برخمن وه  زياته وي چې د وسله والو طالبانو دغه کار د عامو خلکو سره په ښکاره ظلم دي او باید داسي عمل ترسره نه کړي.

دوی وايي د وسله والو طالبانو د جګړو له کبله له خپلو سيمو څخه بیځايه شوي او اړ شوي چې فقر وکړي خو کله چې د حکومت له لورې ورته وچه ډوډۍ ورکول کېده د هغې مخه یې هم ونیوله.
((ټول وطن کې جګړه ده هرځای کې مهاجر دي، هېڅ کار نشته چې یو څوک خواري وکړي او خپل ایال ته یو ګوله پیدا کړي))

((بس خدای ته به پناه یوسو، ځکه بله لار نشته څه وکړو))

((وچه ډوډۍ خو ټول اړمنو خلکو ته ورکول کېده، طالبانو هغه هم پرې بنده کړه، دا طالبان اخر څه غواړي ددې ولس نه))

ارزګان کې د جګړو له امله زيات شمېر کورنۍ له خپلو سيمو څخه بیځايه شوي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ

دي، خو د حکومت له لورې د وچې ډوډۍ په ورکولو سره د خلکو ستونزې تر ډيره حل شوې وې.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA