ads

په یمن کې هره ورځ ۲۸۸ ماشومان د خوړو د کمښت له امله مري

د یمن روغتیایي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د خوړو د کمښت له کبله زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي. د روغتیایي چارواکو په وینا، هره ورځ تر ۲۰۰۰ زره ډېر کسان هلته د لوږې او ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او […]

محمدخان بریال
14 غبرګولی 1399
په یمن کې هره ورځ ۲۸۸ ماشومان د خوړو د کمښت له امله مري

د یمن روغتیایي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د خوړو د کمښت له کبله زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي.
د روغتیایي چارواکو په وینا، هره ورځ تر ۲۰۰۰ زره ډېر کسان هلته د لوږې او ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د هغوی ډېری یې ماشومان دي.
بلخوا، ملګرو ملتونو پر نړیوالو هېوادونو غږ کړی چې په یمن کې د جګړې له کبله له بندو پاتې کسانو سره بشري مرستې وکړي، ګنې لوی ناورین به رامنځته شي.
د سعودي عربستان چارواکي بیا د یمن له بېوزلو خلکو سره د یو میلیارد ډالرو د مرستې خبر ورکوي.
خو د یمن اوسېدونکي وایي، له هغوی سره د مرستو پر ځای باید پر دغه هېواد د سعودي عربستان په مشرۍ روان عملیات او بریدونه ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یمن په څو کلنه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور بیا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA