ads

دیني عالمان: د کرونا وېروس خطر ته په کتو باید د اختر لمونځ کې ګڼه ګوڼه جوړه نه شي

د عامې روغتیا وزارت د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې خلکو ته د پاتې کېدلو سپارښتنه کړې

فضل‌الهادي حمیدي
31 غویی 1399
دیني عالمان: د کرونا وېروس خطر ته په کتو باید د اختر لمونځ کې ګڼه ګوڼه جوړه نه شي

د کرونا خطر ورځ تر بلې په افغانستان کې پراخېږي، او اوس اندېښنه دا ده چې په اختر کې به د خلکو راشه درشه او د اختر لمانځه پرمهال د خلکو زیات بیروبار د مثبت پېښو شمېر چې اوس نږدې ۸زرو ته رسېدلی، لا نور هم پسې ډېر او د عامې روغتیا وزارت له کنټروله وباسي.

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې خلکو ته د پاتې کېدلو سپارښتنه کړې، دیني عالمان د دې ټکي د تایید ترڅنګ بیا وايي چې د اختر په لمانځه کې هم باید له زیاتې ګڼه ګوڼې ډډه وشي.

دیني عالمان وايي، که چېرې د اختر په ورځو کې روغتیايي او وقایوي لارښونو ته پام ونه‌شي او راشه درشه زیاته وي او حتا د اختر په لمانځه کې د افرادو ترمنځ اړین واټن په نظر کې ونه‌نیول شي، ښايي د کرونا پېښو د زیاتوالي لامل شي.

 مفتي شمس الرحمن فروتن وايي چې خلک باید یو بل کره د راشه درشې او اختر لمانځه پرمهال له ډېر احتیاط کار واخلي، تر څو د کرونا خطر وېره راکمه کړای شي.

فروتن په ورخت کې له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو غواړي چې په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او د اختر لمونځ د واټن رعایتولو ته په پام په ازاده فضا کې ادا کړي:« خلکو ته پکار ده چې د اختر لمانځه پرمهال ماسک ولري او خپل جای‌نماز ودریږي او لږ تر لږه ضروري واټن رعایت کړي او خطیبان باید مونځ لنډ او مختصر ادا کړي.»

په ورته وخت کې مولوي رحمت الله اندړ هم له دغې تګلارې ملاتړ کوي. نوموړی وايي، د اختر لمانځه په اړه د عالمانو عالي کمسیون هغه فتوا پر ځای ده چې وايي په جوماتونو باید له ډېر بیروبار څخه ډډه وشي.

د اندړ په خبره د دیني شعایرو د پرځای کولو له‌پاره چې لمونځونه په کې شاملېږي، اړتیا ده چې جوماتونو ته نږدې خلک د اړین او ضروري واټن په رعایتولو سره د اختر لمونځ ادا کړي:

د علمانو فتوا پربنسټ د اختر په لمانځه کې ډېره ګڼه ګوڼه باید جوړه نه‌شي، خو جومات ته نږدې دې خلک راشي تر څو د اسلام شعائر پرځای شي او د واټن په رعایتولو سره دې لمونځ ادا کړي او ګڼه ګوڼه دې نه‌جوړوي.»

د اندړ په خبره د دیني عالمانو د فتوا له مخې تر هغه په جوماتونو او نورو ځایونو کې د ګڼه ګوڼې جوړول بند دي چې معتبرو روغتیایي سرچینو د کرونا خطر د له منځه تلو اعلان نه‌وي کړی:« ترڅو عامې روغتیا وزارت یا نور معتبر روغتیایي ملي بنسټونه اعلان ونه‌کړي چې نور کرونا په افغانستان کې خطر نه‌ده.»

د کرونا پر ضد یو موټی شئ

 

د اختر په ورځو کې د خلکو د راشه درشې او اختر لمانځه پرمهال د ګڼه ګوڼې او بیروبار داسې مهال اندېښنې په زیاتېدو دي چې د حکومت له رسمي اعلان پرته په یو شمېر ښارونو په تېره بیا پایتخت کابل کې په ګرځېدو باندې لګیدلي محدودیتونه په یوه طرف ډول مات شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA