په دغو بریدونو کې ډېری ملکي وګړو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم د کابل او ننګرهار پیښو په تړاو وسلهوال طالبان خپل لاس لرل رد وي او اسلامي ډله داعش یې په غاړه اخلي، خو د افغانستان حکومت وایي، طالبان نشي کولای چې د دا ډول پیښو ځان یوې ځنډې ته کړي.
د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي د چهار شنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل، په افغانستان کې له ټولو ترهګرو ډلو سره وسلهوال طالبان اړیکي لري.
د نوموړي په خبره، طالبان نشي کولای چې له دغو اړیکو ډډه وکړي.
بل لور ته د افغانستان ولسي جرګه پرونیو بریدونو ته په اشارې افغان امنیتي ادارې په بې کفایتۍ تورنوي.
خو په ولسي جرګه کې د بدخشان خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي بیا په افغانستان کې د داعش شتون د پوښتنې وړ بولي.
نوموړې وایي، د داعش شتون په اړه باید خلکو ته وضاحت ورکړل شي.
خو په ورته مهال د پوځي او سیاسي چاور شنونکی جنرال صادق شینواری پرونیو بریدونو ته په اشارې بیا وایي، دا د افغانستان روان ګونګ حالت په ګوته کوي، د نوموړي په خبره، وروستي بریدونه به لا د افغانستان سولې او روان وضعیت له ګونګوالي سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل او ننګرهار په پرونیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۳ نور ژوبل شوي دي.