سپینې ماڼۍ خپلو کارکوونکو ته امر کړی، چې ماڼۍ ته ننوتلو پر مهال باید له ماسکونو په جدي توګه ګټه واخیستل شي.
د سپینې ماڼۍ د کاروونکو دفتر خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې خپل منځو کې د ټولنیز واټن په مراعتولو سره باید ټول خپل مخونه هم پټ کړي.
دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې د مرستیال جمهور رییس مایک پنېس د سلاکار او د جمهور رییس ټرمپ د دفتر صفا کوونکي د کورونا وېروس ازمېښتونه مثبت ثابت شول.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د نړۍ په کچه له دې وېروس څخه ډېره اغېزمنه شوې ده او هلته ددې وېروس څخه له ۸۰زره ډېر کسان قرباني شوي دي او په دې وېروس بیا ۱،۳۱میلیونه خلک امریکا کې ککړ شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ