ads

د سولې بهیر د جدیت نوی پړاو

د امریکا له خوا د هند او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو اترو د پيلولو غوښتنه دا په ډاګه کوي چې دغه هیواد د افغانستان د ستونزې د حل یوې بلې اساسي جرړې ته پام اړولی او غواړي چې له دې لارې دې ستونزې د حل لار راوباسي، خو ایا امریکا به پاکستان ته قناعت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 غویی 1399
د سولې بهیر د جدیت نوی پړاو
د طالبانو د قطر استازي

د امریکا له خوا د هند او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو اترو د پيلولو غوښتنه دا په ډاګه کوي چې دغه هیواد د افغانستان د ستونزې د حل یوې بلې اساسي جرړې ته پام اړولی او غواړي چې له دې لارې دې ستونزې د حل لار راوباسي، خو ایا امریکا به پاکستان ته قناعت ورکړی شي چې په سیمه ييزه کچه د افغانستان په مساله کې له سیالۍ راووځي او په رښتني ډول افغان سولې ته غاړه کېږدي؟
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ قطر ته تر سفر او هلته د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره تر خبرو وروسته تېره ورځ هند ته لاړ او د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره يې د افغان سولې په تړاو ولیدل. خلیلزاد له هند نه غوښتي دي چې د خپلو ستونزو او اندېښنو د لرې کولو لپاره له طالبانو سره دې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.
هند چې اساسا د کشمیر پر سر له پاکستان سره له لسیزو راهیسې ستونزې لري، د سیمې په کچه هغه بنسټپالې ډلې، چې د پاکستان د ملاتړ مساله په کې مطرح وي، خپل امنیت او خوندیتوب یو ګواښ ګڼي. که څه هم طالبان دا ردوي چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی، خو اوس کابو ټوله نړۍ په دې باور ده چې پاکستان پر طالبانو ژور اغېز او نفوذ لري او له دې کبله د سیمې ځينې هېوادونه له طالبانو سره له احتیاط نه ډک چلند څخه کار اخلي. تر هغه پورې چې دې ستونزې ته په اساسي ډول توجه ونه شي، افغان سوله به په سیمه ييزه کچه ډاډمنه نه شي.
ډیری افغانان فکر کوي چې افغان سوله له کلونو راهیسې د سیمې د هېوادونو په برمته کې ده او دغه هېواد د نورو د ګټو د خوندیتوب له کبله د رقابت او نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی دی.
اوس چې امریکا دغې مسالې ته پام اړولی او له هند او طالبانو څخه يې خپلو کې د خبرو اترو غوښتنه کړې او دواړو هند او طالبانو هغه منلې ده، داسې ښکاري چې افغان سوله د جدیت یو نوي پړاو داخلېږي او د دې خبرو مثبتې پایلې به د دې سولې د ډاډمنېدو هیله له ځانه سره ولري. خو په دې برخه کې په کار ده چې امریکا سر له اوسه پر پاکستان هم ورته فشار راوړي، څو تر دې وروسته د سولې د بهیر په وړاندې خنډونه رامنځته نه شي. عمومي باور دا دی چې د هند او پاکستان ترمنځ کشاله په نېغه توګه پر افغانستان اغېز لري او دواړه هېوادونه په یو نه یو ډول هڅه کوي چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره درېیم څنګه او څه ډول وکاروي. افغانستان د سیمې په کچه هغه هېواد دی چې له یوې نیمې پېړۍ په زیاته موده کې د هند او پاکستان د دښمنۍ تاوان پرې کوي.
د سولې بهیر د جدیت پړاو له زیات اهمیت نه برخمنه مساله ده، خو په کار ده چې امریکا دغه پړاو په پوره جدیت سره مخ ته یوسي او هغه اړخونه چې افغان سولې ته ګواښ دي، په دقیق ډول وڅاري او پرېنږدي چې کوم اړخ دې د خپلو ګټو په خاطر د سولې لپاره تراوسه ترسره شوې هڅې په اوبو لاهو کړي.
امریکا باید دې ته متوجه وي تر هغه پورې چې ځينې هېوادونه، په تېره هند او پاکستان په افغانستان کې د خپلو سیالیو له پاللو لاس په سر نه شي، نه یوازې دا چې د سولې بهیر به ټکنی وي، بلکې سوله به ناممکنه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA