ads

ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله ادبي ناستې په ټپه ولاړې دي

له نورو ولایتونو سربیره د ننګرهار په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې هم  د کرونا وېروس د خپریدو له ویرې ادبي غونډې کم رنګه شوي دي. لیکوالان او شاعران وایي، له کرونا مخکې یې ادبي غونډې او راټولیدنې ډیرې وې، خو د کرونا وېروس په خبریدو سره دغه بهیر د پخوا په پرتله په […]

نویسنده: shams
18 غویی 1399
ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله ادبي ناستې په ټپه ولاړې دي

له نورو ولایتونو سربیره د ننګرهار په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې هم  د کرونا وېروس د خپریدو له ویرې ادبي غونډې کم رنګه شوي دي.

لیکوالان او شاعران وایي، له کرونا مخکې یې ادبي غونډې او راټولیدنې ډیرې وې، خو د کرونا وېروس په خبریدو سره دغه بهیر د پخوا په پرتله په نشت حساب دي.

دوه شاعران تقیب احمد اتل او ماهر احسانزی:(( کرونا وېروس په ادبې ناستو زیات اغېز کړی دی او ددې وېروس له کبله دلته ادبي غونډې ختمي شوي دي، خلک له یوبل نه لرې شوي دي او د پخوا په پرتله سره یوځای نه شي راټولیدای))

((دلته ادبي بهیرونه دي، چې د ولایت او ولسوالیو په کچه دي، خو دکرونا له کبله ټول په ټپه ولاړ دي،بهیرونه ټول ساړه شوي دي))

نقیب احمد اتل وایي، که کرونا وایروس په اقتصادي لحاظ د ټولنې وګړي ځپلي خو په ادبي لحاظ یې هم دغه بهیر سوړ کړی چې له امله یې د ادیبانو لیکنې یوازې تر ټولنیزو شبکو محدودې شوي دي.اتل زیاتوي د کرونا د خپریدو له ویرې سږ کال ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره هم ترسره نشوه چې لامل یې د کرونا ناروغي وه.

(( رښتیا هم دې ناروغۍ بد اغېز کړی دی، په اقتصادي لحاظ یې خلک وځپل نو په ادبي اوفرهنګي  لحاظ یې هم ځپلي دي، شاعران که یوازې شعر لیکي، یانثر لیکي نو هغه تر فیسبوکه رامحدود شول، غونډې او ناستې په ټپه ودرېدلي دي))

په ورته مهال د پوهنتون استاد محب الله الله یار بیا لیکوالو او شاعرانو ته سپارښتنه کوي چې، د ادبي بهیرونو د خوځنده ساتلو لپاره دې له ټولنیزو شبکو په ګټې اخیستنې دا لړۍ ژوندۍ وساتي.

هغه وایي، ادیبان کولای شي، په فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کې د ځانګړو ګروپونو په جوړیدو سره خپلې لیکنې او شعرونه سره تبادله او ادبي تنده پرې خړوبه کړي.

(( دغسې وضعیت کې چې د خلکو راټولیدنې چې په صحې لحاظ خلکو ته ستونزې جوړوي، په کار ده چې ټولنیزې ناستې او غونډې په له ټولنیز شبکو څخه وشي او یانورې هغه اسانتیاوي چې په انلاین ډول د ګروپونو په جوړولو سره خپله فرهنګي تنده خړوبه کا))

بل لور ته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وایي، چې په دې ولایت کې د کرونا له امله ټولې فرهنګي غونډې ځنډیدلي خو دوی له فرهنګیانو سره خپلې اړیکې د ټولنیزو شبکو له لارې په اړیکه کې دي.

ننګرهار کې د کرونا د خپریدو له ویرې ادبي راټولیدنې داسې مهال پیکه شوي، چې په ټول هیواد کې د تعلیمي بنسټونو په تړل کېدو سره په ادبي راټولیدنو هم بندېز لګیدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA