ads

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېد

  د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ نور افغانان پر کورونا اخته شوي، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته […]

نویسنده: shams
14 غویی 1399
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېد

 

د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ نور افغانان پر کورونا اخته شوي، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې په نوو ثبت شوو پېښو کې ډېری یې په کابل، او کندهار ولایتونو کې دي.

((په کابل کې  ۶۳ دي، هرات کې ۱۹، کندهار۵۴، پنجشېر ۱۴، تخار ۱۳، ننګرهار ۱۲، سمنګان او غور هر یو ۱۰-۱۰ پېښې، بغلان ۹، میدان وردګ ۷، بادغیس بامیان او لغمان هر یوه یې ۵-۵ مثتبې پېښې، سرپل ۳، پروان او کونړ هر یو ۲-۲ مثبتې پېښې او هلمند او فراه هر یو یې یوه -یوه مثبته پېښه لري))

مایار وایي، په ۲۴ساعتونو کې ۱۴تنه د کرونا له وېروس څخه جوړ شوي دي، چې له دې سره د صحتمند کسانو شمېر۳۷۲تنو ته رسېږي.

د مایار په خپره په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۴تنه له کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي دي، چې ورسره په ټول هېواد کې د صحتمندو خلکو شمېر ۳۴۵تنه ورسېد.

همدارنګه له دې وېروس څخه ۱۲تنه مړه شوي دي چې په هېواد کې د مړ شویو کسانو شمېر ۸۴تنو ته ورسېد.

مایار وایي، چې په ورستیو پنځو ورځو کې مثبتې پېښې دوه برابره زیاتي شوي دي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

روغتیایي مسولین له هېوادوالو غواړي چې د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې په جدي توګه عملي کړي او په دې برخه کې بې غوري ونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA