ads

په ارزګان کې لسګونه تاريخي اثار د ويجاړېدو په حال کې دي

په ارزګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، په دغه ولايت کې ۱۳۶ تاریخي ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي اثارو د ساتنې اداره مشر غلام نبي الفت وايي، دغه تاريخي اثار چې زياته برخه يې اوس مهال د جګړې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 غویی 1399
په ارزګان کې لسګونه تاريخي اثار د ويجاړېدو په حال کې دي

په ارزګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، په دغه ولايت کې ۱۳۶ تاریخي ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي اثارو د ساتنې اداره مشر غلام نبي الفت وايي، دغه تاريخي اثار چې زياته برخه يې اوس مهال د جګړې په سيمو کې ده، هم د دولت او هم د وسله والو طالبانو له لوري د مرچلو په توګه کارول کېږي.
د الفت په خبره، په دي برخه کې یې څو ځله له مرکزي ادارې سره هم خپلې اندېښنې شريکې کړې دي، خو هغو ورپسې سر نه دي ګرځولي.
نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، چې د تاريخي سيمو ساتني ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال په دغه ولايت کې مدني فعالان بیا دغه چاره د اندېښني وړ بولي او زياته وي، که پاملرنه ورته ونه شي، مسول به يې د جګړې دواړه لوري وي.
د انصار مدني ټولني مشر او غړی حکومت د تاريخي اثارو په ساتنه يې ګرم ياده وي او وايي چې حکومت د تاريخي سيمو د ارزښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوي نه دي ورکړي.
په ارزګان کې دامهال ډېری هغه تاريخي اثار، چې تاريخي مخينه لري، د وسله والو طالبانو ترواک لاندي سيمو کې دي.
د چارواکو يادي اندېښني مو له وسله والو طالبانو سره شريکي کړې.
زبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معريفي کوي، دغه خبرې رده وي، چې ګواګي هغويي دي تاريخي سيمي د مرچلو په توګه کاره وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA