ads

په جلال اباد کې له ۱۷۵۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې دمه د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د کورونا فنډ او نورو ادارو له لوري پر شاوخوا ۸۰ زره ناچاره کورنیو خورکي توکي وېشلي دي. مرسته شوې کورنۍ په ترلاسه شوو مرستو خوښې دي خو له اړونده ادارو دنورو مرستو غوښتنه کوي. چارواکي څرګندوي، تراوسه یې د جلال […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غویی 1399
په جلال اباد کې له ۱۷۵۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې دمه د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د کورونا فنډ او نورو ادارو له لوري پر شاوخوا ۸۰ زره ناچاره کورنیو خورکي توکي وېشلي دي.
مرسته شوې کورنۍ په ترلاسه شوو مرستو خوښې دي خو له اړونده ادارو دنورو مرستو غوښتنه کوي.
چارواکي څرګندوي، تراوسه یې د جلال اباد په ټولو ناحیو کې شاوخوا ۷ نیم زره اړمنې کورنۍ د یو ځانګړي کمېسیون له مخې مشخص کړې دي.
د دغه ولایت والي شاه محمود میاخیل وایي، د ثبت شوو کورنیو له ډلې یې سې شنبه له ۱۷۵۳ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
میاخیل زیاته کړه، تر دې دمه د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د کورونا فنډ، سوداګرو او نورو ادارو په همکارۍ له شاوخوا ۸۰ زره بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
په ورته مهال مرسته شوې کورنۍ د کورونا فنډ له لارې په ترلاسه شوو مرستو خوښې دي، خو له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د خپلو مرستو لړۍ روانه وساتې.
یو شمیر بېوزله کورنۍ بیا شکایت کوي، چې نه یوازې د خوراکي توکو مرسته نه ده ورسېدلې، بلکې په ښار کې د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوي دي.
جلال اباد ښار کې داسې مهال پر اړمنو خلکو مرستې وېشل کېږي چې په دې وروستیو کې پر نورو ولایتو سربېره په ننګرهار کې هم بېوزلي زیاته شوې ده، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې هم مخ په ډېرېدو دي، په ښار کې ګرځبندیز دی او د بېکارۍ کچه هم پکې اوج ته رسېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA