د جګړو له بیا زور اخیستلو څخه داسې څرګندېږي چې ښکېل لوري د سولې لهپاره کومه رښتینې اراده نهلري او هر هغه څه چې په دې برخه کې په خوله وايي، فقط او فقط د عامه اذهانو د تېر ایستلو لهپاره دي.
له څه مودې راهیسې لیدل کېږي چې د کرونا ويروس د پېښو له زیاتوالي سره چې په خلکو یې د ژوند ساحه تنګه کړې ده، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ، جګړو هم شدت موندلی او هره ورځ د ښکېلو لوریو ترڅنګ عام ولس ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.
لږ تر لږ په تېرو درې – څلور ورځو کې کابو ۵۰تنه چې یوه برخه یې د ملي اردو او ملي پولیسو عسکر دي او یوه برخه یې ولسي پاڅونکوونکي دي، د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
دا بریدونه او حملې په حقیقت کې له امریکا سره د طالبانو تر لسم دور ناستې وروسته ډېر شوي دي. البته له امریکا سره د طالبانو د سولې تړون تر لاسلیک وروسته، تر یوې کچې پورې؛ هم پر دولتي پوستو او مرکزونو د طالبانو بریدونه کم شوي وو او هم د ځانمرګي او د سړک غاړې په بماېښودنو کې کمښت لیدل کېده. دا کمښت د دې سبب شوی وو چې د سولې په رابطه خلک یو څه ډاډمن او هیلهمن شي، خو دا هیلې یو ځل بیا د جګړې د شدت له امله په ناهیلۍ بدلې شوې.
دا هر څه په داسې حال کې پېښ شوي چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه کې منلې وه چې د تاوتریخوالي کمولو ته به غاړه ږدي او په بینالافغاني خبرو اترو کې به ګډون کوي. په دغه ژمنه کې طالبانو د لویو بریدونو او حملو د نه ترسره کولو ژمنه هم کړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دغې هوکړې او د تاوتریخوالي کمولو ته بېلابېل لوري چندان لېوالتیا نهلري.
په دې اړه ځکه ډېر غږېږو او خبري کوو چې له یوې خوا د سولې لهپاره غږونه اوچتېږي او له بل لوري بیا جګړه زور اخلي او د افغانانو وینې په کې توییږي. د سولې د هڅو په رابطه د افغانستان حکومت د څلورم ځل لهپاره همدا پرون ۷۰تنه طالب بندیان له بند خوشې کړل او طالبانو هم کابو ۱۰ تنه پرېښودل. خو په ورته وخت کې د بندیانو د خوشې کولو د دغه ښه اقدام ترڅنګ، چې کله د جګړې شدت ته کتنه کوو، نهیوازې په ښکېل لوریو کې د سولې اراده تر پوښتنې لاندې راځي، بلکې په دې اړوند شوې هڅې او اقدامات هم نمایشي او اغفالوونکي برېښي.
بالاخره که چېرې خپل بحث راټول کړو، باید ووایو: که چېرې د جګړې ښکېلې غاړې په تېره بیا د حکومت وسلهوال مخالفان سولې ته ژمن او صادق وي، بیا اړتیا ده چې د افغانستان د ولس په غوښتنه جګړه ودروي او اوربند وکړي. دې لور ته د افغانستان حکومت ته په کار دي، څو هر هغه مناسب اقدام تر لاس لاندې ونیسي چې د سولې بهیر کامیابولی شي او پلمې ونهکړي.
خو، که چېرې جګړه په خپل همدغه شدت سره روانه وي او هره ورځ په کې د افغانانو وینې تویې شي، پوښتنه دا ده چې څنګه به سولې ته ورسېږو؟ په دې پسې تړلې پوښتنه خو دا ده، که چېرې د دومره وینېتوییدنو با وجود هم سوله وشي، آیا دا سوله به، حقیقي وي؟ ځواب څرګند دی چې دغسې سوله په هېڅوجه حقیقي سوله نهده، بلکې د ایرو لاندې د سکروټې شتون ته پاتې کېږي چې هره شیبه یې د بیا بلېدلو امکان شته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ