د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، وسله وال طالبان له امریکې سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن نه دي او هر ورځ یې له دې هوکړې سرغړونه کړې ده.
دفاع وزارت وسله والهوال طالبان له هغې هوکړې په سر غړونې تورنوي، چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه د قطر پایتخت دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ امضاء شوه.
په لاسلیک شوې هوکړه کې وسلهوالو طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او پر افغان امنيتي ځواکونو د حملو د کمولو ژمنه کړې ده.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د تاوتریخوالي کمول به د بین الافغاني خبرو ته دروازه پرانیزې.
خو د دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزی وايي، د هوکړې تر لاسلیک وروسته هم پر افغان قواوو د وسلهوالو طالبانو حملې کمې شوې نهدي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي وو، چې د هوکړې له مخې یې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه بند کړي دي او همداشان د افغان ځواکونو ستر مرکزونه به نه په نښه کوي.