ads

نږدې دوه میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې پر کرونا وېروس ککړ شوي دي

  د کرونا وېروس چې په ټوله نړۍ کې ډېر په تېزۍ سره خپریږي او په ټوله نړۍ کې تر دامهاله نږدې دوه میلیونه وګړي پر دې وېروس ککړ شوي دي. د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې ۱۵۱۸۴۴۸ کسان په کرونا اخته شوي دي، چې ۸۸۴۵۷ یې مړه کړي او ۳۳۰۳۹۲ کسه بېرته […]

نویسنده: shams
21 وری 1399
نږدې دوه میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې پر کرونا وېروس ککړ شوي دي

 

د کرونا وېروس چې په ټوله نړۍ کې ډېر په تېزۍ سره خپریږي او په ټوله نړۍ کې تر دامهاله نږدې دوه میلیونه وګړي پر دې وېروس ککړ شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې ۱۵۱۸۴۴۸ کسان په کرونا اخته شوي دي، چې ۸۸۴۵۷ یې مړه کړي او ۳۳۰۳۹۲ کسه بېرته ترې جوړ شوي دي

ایران کې ددې وېروس له کبله ۴۰۰۰کسان مړه شوي دي او اوس یې د پېسو له نړیوال صندوق څخه د پنځه میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرسته غوښتې، چې امریکا دې غوښتنې سره جوړه نه ده.

پاکستان کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېره ۴۱۸۳تنه ښودل کېږي او په دې هېواد کې ترې  ۵۸تنه مړه شوي دي.

په امریکا کې د مړینې شمېره ۱۴۷۸۸، په هسپانیه کې ۱۴۷۹۲، په ایټالیا کې ۱۷۶۶۹، په فرانسه کې ۱۰۸۶۹، په برېتانیا کې ۷۰۹۷، په ایران کې ۴۰۰۰ او په چین کې بیا ۳۳۳۵ کسه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.

تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دغه ویروس اخته دي چې شمېره یې ۴۳۴۹۲۷ ته رسېږي. دویم هېواد هسپانیه ده چې ۱۴۸۲۲۰ کسه پکې په دغه ویروس اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA