ads

سیاسي مخالفتونه په ګټه نه‌دي

په افغانستان کې د شته سیاسي بحران د حل په تړاو چې حکومتولي یې ډېره زیانمنه کړې ده، لا هم په ملي او نړیواله کچه د منځګړو له لوري هڅې روانې دي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې دغو هڅو کومه څرګنده نتیجه نه‌ده ورکړې او لاهم دواړه لوري په خپلو خبرو او […]

نویسنده: shams
17 وری 1399
سیاسي مخالفتونه په ګټه نه‌دي

په افغانستان کې د شته سیاسي بحران د حل په تړاو چې حکومتولي یې ډېره زیانمنه کړې ده، لا هم په ملي او نړیواله کچه د منځګړو له لوري هڅې روانې دي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې دغو هڅو کومه څرګنده نتیجه نه‌ده ورکړې او لاهم دواړه لوري په خپلو خبرو او نظرونو ټینګ ولاړ دي.

له دغو بې‌ګټو هڅو دا نتیجه اخلو چې له یوې خوا منځګړي له شته وضعیت څخه کوم واضح او څرګند تعریف نه‌لري او له بلې خوا د سپیدار او ارګ له ادرسونو هم ملي ګټو ته د ژمنتیا او یو بل ته د نږدې کېدو اوازونه نه‌اورېدل کېږي.

تر هغه وروست جمهور رییس غني ځینو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته وزیران، رييسان او مشران نوماند کړل، مخالف لوري یې؛ یعنې ډاکتر عبدالله عبدالله چې ځان بیا د همه‌شموله حکومت مشر بولي، ګواښ وکړ چې دی به هم ډېر ژر د خپلې کابینې غړي وپېژني.

دا تور او برېښ په داسې شرایطو کې کېږي چې د جنوبي  او مرکزي اسیا  په  چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز بیا ویلي چې په افغانستان کې د مخالفتونو دوام به له دې هېواد سره نه‌یوازې د بهرنیو مرستو پروسه ستونزمه کړي، بلکې د نړیوالو همکاریو ته به هم زیان واړوي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، که چېرته افغان سیاسي مشران له سیاسي مخالفتونو لاس وانه‌خلي او پرې یوه ټول شمولې واکمنۍ سلا نه‌شي د امریکا متحده ایالات به له افغانستان سره خپلې مرستې راکمې کړي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ په مشروط ډول په ۲۰۲۰میلادي کال کې امریکا خپل یو ملیارډ ډالره مرستې بندې کړې او ګواښ يې وکړ چې د ناسم وضعیت له دوام سره به په ۲۰۲۱میلادي کال کې هم همدغومره نورې مرستې بندې شي.

که له نړیوالو خبرداریو، کوت‌څنډنو او بالاخره اقتصادي فشارونو را تېر شو، د واک او قدرت پر سر د رامنځ ته شویو سیاسي مخالفتونو د حل له‌پاره په ملي او کور دننه کچه هم، هڅو تر اوسه پورې کومه پایله نه‌ده ورکړې.

په تر ټولو تازه انکشاف کې استاد سیاف، حامد کرزي، کریم خلیلي او یونس قانوني د يوې اعلامیې په خپرولو سره له جمهور رییس غني غوښتي چې یوې مطلوبې نتیجې ته تر رسېدو پورې د کابینې په کچه تعیینات او ګمارنې ودروي او له ډاکټر عبدالله عبدالله یې غوښتي چې خپله زماني موده تمدید کړي.

ویل کېږي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د صدراعظمۍ چوکۍ غوښتونکی دی او ډاکتر غني هغه ته د سولې عالي شورا د مشرۍ وړانديز کړی چې د جمهور رییس د یوه مرستیال هومره واکونه او صلاحیتونه به ولري.

دا خبره د دې څرګندويي کوي چې د واک خبره د دغو دواړو ښاغلیو ترمنځ ډېره مطرح ده او ښايي د واک او قدرت د وېش دغه لانجه تر اوږدې مودې دوام وکړي.

بل خوا که چېرې د منځګړو هڅو ته کتنه وکړو، پوښتنه به دا وي چې د دوی هڅې ولې نتیجه نه‌ورکوي؟ که څه هم د دې پوښتنې ځواب ښايي ډېرو توضیحاتو ته اړتیا ولري، خو لږ تر لږه ویلي شو چې منځګړي لوري، نه له روان وضعیت څخه روښانه تعریف وړاندې کوي او نه یې د میانجګرۍ ډول او بڼه څرګنده ده چې دوی بالاخره د کوم میکانیزم له مخې مخته روان دي او کوم مشخص وړاندیز لري؟ ایا دوی خو به د داسې کومې معاملې په لټه کې نه‌وي چې له کبله یې د افغانستان نیم‌ژونداې ډموکراسي لا نوره هم پسې وځپل شي؟

له بلې خوا که چېرته واقعاً د دغو سیاسي مخالفتونو او ناندریو په نتیجه کې له یوې خوا د نړیوالو مرستې په دوامداره بڼه راکمې شي او له بلې خوا نړیواله ټولنه د دغو مخالفتونو په شتون کې له همکارۍ لاس واخلي، نو څه به پېښې شي او څوک به د افغانستان د بدبختۍ اصلي مسبب وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA