ads

افغان حکومت: په کابل کې د کورونا د مخنیوي تدابیر پلي کېږي

حکومت خبر ورکوي، چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یې په کابل ښار کې امنیتي تدابیر نیولي او خلکو ته یې سپارښتنه کړې، څو له طبي خدمتونو، خوراکي او ورته نورو روغتیایي توکو پرته په کابل ښار کې د نورو څیزونو له اخیستلو ډډه وکړي. د یادولو وړ ده، چې پرون د حکومت کابینې […]

نویسنده: shams
9 وری 1399
افغان حکومت: په کابل کې د کورونا د مخنیوي تدابیر پلي کېږي

حکومت خبر ورکوي، چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یې په کابل ښار کې امنیتي تدابیر نیولي او خلکو ته یې سپارښتنه کړې، څو له طبي خدمتونو، خوراکي او ورته نورو روغتیایي توکو پرته په کابل ښار کې د نورو څیزونو له اخیستلو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې پرون د حکومت کابینې د کابل ښار د قرنطین پرېکړه وکړه، چې له مخې یې د روغتیایي او خوراکي توکو له پلور پرته پر نورو کارونو بندیز ولګول شو.

حکومت د دغه کار هدف له کورونا وېروس سره مبارزه او د دې ناوړه پدیدې مخنیوی یاد کړی دی.

پرون له کورونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې وویل، چې تر درېیو اونیو به له یادو توکو پرته نورې ټولې دولتي او خصوصي ادارې روخصت وي.

د دوی په خبره، یوازې روغتیایي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیف اداره، بانکونه، نانوایانې، صرافۍ او له کورونا وېروس سره د مبارزې کمېته له دغه امر څخه مستثنا دي.

دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې هم څلور کسان پر دې وېروس اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA