ads

مایک پمپیو امریکا ته رسېدلی

د امریکا د بهرنو چارو وزیر کابل کې له افغان سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته قطر او بیا امریکا ته ولاړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون کابل ته راغی و او دلته یې له جمهور رییس محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره له نږدې وکتل او دواړو  مشرانو سره […]

نویسنده: shams
5 وری 1399
مایک پمپیو امریکا ته رسېدلی

د امریکا د بهرنو چارو وزیر کابل کې له افغان سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته قطر او بیا امریکا ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون کابل ته راغی و او دلته یې له جمهور رییس محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره له نږدې وکتل او دواړو  مشرانو سره یې د افغان سولې پر بهیر، امنیت او رامنځته شوي سیاسي بحران په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې پروني بحثونه بې پایلې پای ته رسېدلي.

همدارنګه ډاکټر عبدالله عبدالله وایي لا هم د افغانستان اوسنی بحران د خبرو له لارې د حل وړ دی. نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، امریکا له افغانستان سره له کلونو راهیسې همکارۍ کړې دي خو له بده مرغه د کړکېچ د حل لپاره یې هڅې بې ګټې وې.

دده په خبره امریکا غوښتل چې په افغانستان کې روان  کړکېچ حل شي، خو دغه فرصت ضایع شو.

بله‌خوا جمهوري ریاست وايي، جمهور رییس غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سولې د پروسې، په دې بهیر کې پر راروانو اقداماتو، د سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA