د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې امریکا د سوریې د تېلو او اقتصادي پانګې د لوټلو په حال کې ده.
د دغه هېواد د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین رسنیو ته ویلي، چې امریکا د سوریې د تېلو سرچینې لوټوي او د بندیزونو په مرسته غواړي، چې د یاد هېواد اقتصاد له منځه یوسي.
د هغه په خبره، د متحدو ایالاتونو دغه کار د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.
ده زیاته کړې، چې سوریه اوسمهال سختو بشري مرستو ته اړتیا لري او مسکو د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي، چې د بشري مرستو په برخه کې د دغه هېواد لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې دفاع وزارت په ځلونه دا خبره کړې، چې امریکا د سوریې تېل نورو هېوادونو ته قاچاقوي او د تېلو د قاچاق کاروانونه یې د امریکا د ځانګړو ځواکونو او شرکتونو په واسطه ساتل کېږي.