له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نن سهار په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په نفوذي برید کې د ملي اردو اووه سرتیري او پنځه پولیس ووژل شول.
د اعلامیې په خبره، افغان امنیتي چارواکي د دغه برید په تړاو څېړنه کوي او پایلې به یې ژر تر ژره له رسنیو سره شریکې کړي.
بلخوا ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۲۵ افغان ځواکونه وژل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه برید په تړاو تبصره نه ده کړې.