د غور ولایت چارواکي خبر ورکوي چې دې ولایت کې هغه درې تنه افغان ګډوال مړه شوي چې تازه له ایران څخه راغلي وو.
ددې ولایت د والي ویاند عارف عابر کلید ته په خبرو کې وویل، تراوسه معلومه نه ده چې دا کسان څنګه مړه شوي دي، خو وایي دا څلور کسه و چې درې یې مړه شوي او یو یې اوس هم ناروغ دی.
بل لور ته روغتیایي چارواکي وایي، څېړنې یې پیل کړي دي ترڅو د یادو درېیو تنو د مړینې لامل معلوم کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ