د ایران حکومت د سې شنبې ورځ خبر ورکړ چې دوی له خپلو زندانونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یو شمېر سیاسي بندیانو په ګډون ۸۵زره بندیان له زندانونو ازاد کړي.
د روېټرز خبري اژانس د خبر له مخې خوشې شویو کسانو شااوخوا ۵۰ سلنهیې له امنیتي مسئلو سره تړلي بندیان دي.
ایران چې شېبه په شېبه د کرونا ویروس د خپرېدو او پر دې ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر ته اندېښمن دی، له نړیوالو غواړي چې د امریکا لخوا پر دوی لږیدلي بندیزونه لري کړي.
په دې هېواد کې کرونا ویروس ۸۵۰ کسان مړه کړي او له ۱۵ زره ډېر کسان یې ککړ کړي دي.
د ایران د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي رسنیو ته ویلي په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر هم نیولي دي.
دا بندیان داسې مهال خوشې کېږي چې د مارچ په لسمه نېټه په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوېد رحمان له ایراني چارواکو غوښتنه کړې وه چې سیاسي زندانیان په موقته د دې هېواد د ګڼې ګوڼې او ناروغیو څخه له ډکو زندانونو خوشې کړي، څو په زندانیانو کې د دې ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.
د روغتیا سازمان په خبره، تر دا مهاله په ټوله نړۍ د دې ناوړه پدیدې له کبله ۶۵۲۵ تنه وژل شوي او تر ۱۷۱ زره ډېر نور پرې اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ